مونږ ځانونه څومره غټ ګڼو. اوس خو هر یو کس څه نا څه بچ کوي. ' بوټي بچ کړئ، مچۍ بچ کړئ، ویل سمندري مایان بچ کړئ، سنیل چینجي بچ کړئ.' او تر ټولو زیات غر… - George Carlin

" "

مونږ ځانونه څومره غټ ګڼو. اوس خو هر یو کس څه نا څه بچ کوي. ' بوټي بچ کړئ، مچۍ بچ کړئ، ویل سمندري مایان بچ کړئ، سنیل چینجي بچ کړئ.' او تر ټولو زیات غرور خو يې په دې کې دې: زمکه بچ کړئ. مونږ ته خو دا هم نه دي معلوم چې د ځانونو خیال څنګه وساتو. د دا قسمه غ**و خو زه سم تنګ راغلې یم. زه د زمکې غ***ې ورځ Earth Day نه سم تنګ راغلې یم. زه دغه د چاپیریال ساتونکو نه ډیر تنګ راغلې چې ځان ورله ډیر نیک ښکاري، دغه سور پوستکي، منځ پوړي ازاد فکران چې سوچ کوي د دې هیواد یواځینۍ ستونزه دا ده چې دلته د سائیکلو لارې ډیرې نشته. دا خلک د خپلو Volvo موټرونو د پاره نړۍ خوندي ساتل غواړي. هسې هم دغه چاپیرل ساتنې غوښتونکې د زمکې سره هیڅ مینه نه لري. په فکر کې نا، نه يې لري. تاسو ته معلوم دې چې څه سره شوق لري؟ د اوسیدو د پاره یو پاک ځای. خپل استوګن ځای يې. دوئ ناکلاره دي چې په ائنده کې به یوه ورځ دوئ ته تکلیف ورسي. تنګ، په- فکر- تورو مفاداتو سره زه هیڅ شوق نه لرم.
زمکې خو د دې نه زیات تکلیفونه تیر کړي. زلزلې، اوراباسونکي غرونه، د زمکې لاندې پتریو خوځیدنه، د براعظمونو بهیدنه، په لمر کې دننه د اور لمبې تیزیدنه، د لمر دننه ځینې ځایونو کې د اور مړیدینه، مقناطیسي توپانونه، د زمکې قطب او شمال برقي وضعې په بل مخ اوړیدنه .........لکونو زرګونو کلونو راهیسې په اسمان کې لمبوزنو شهاب ثاقب، لویو ډبرو او کاڼو په زمکه بمبارۍ، نړیوال سیلابونو، د سپوږمۍ د وجې جوړ شوي غټ سمندري موجونه، نړۍ کې ښور اورونه، د زمکې وروستیدنه او رالویدنه، اسماني شغلې، بیا بیا راتلونکې د واورې دورونه، ..... او مونږ سوچ کوو چې یو څو پلاستک بوجۍ او یو څو د الومینیم ډبي به ډیر فرق راولي؟ زمکه چیرې هم ځي. مونږ ترې روان یو مونږ!
مونږ روان یو. یا خلکو! خپل غ* غوشایه مو تړئ. مونږ روان یو. او زمونږ به داسې خاص څه نخښې هم پاتې نشي. کیدې شي لږ د سټائروفوم پلاسټک نخښه به پا تې شي. زمکه به هم دلته وي او مونږ به ترې پخوا تلي یو. د تغیر خوړونکې یو بل ناکامه تجرباتي مخلوق په شان. یو بل حیاتیاتي غلطۍ په شان چې هیڅ ائنده نه لري. یوې بندې ارتقايي کوڅې په شان. دا زمکه به مونږ له خپل بدن نه داسې وڅنډوي لکه کوټک چې پریوځي.
مونږ به ترې لاړ یو او دا زمکه به ډیر لوی، لوی او لوی وخت د پاره موجوده وي، او خپل بدن به پخپله روغ کړي، خپل ځان به سپا کړي، ځکه چې زم

Pashto
Collect this quote

About George Carlin

George Denis Patrick Carlin (May 12, 1937 – June 22, 2008) was an American stand-up comedian, actor, author, singer, voice artist, and comedian, noted especially for his irreverent attitude and his observations on politics, language, psychology, and religion, as well as some taboo subjects.

Biography information from Wikiquote

Also Known As

Birth Name: George Denis Patrick Carlin
Alternative Names: George Dennis Carlin George Dennis Patrick Carlin
Try QuoteGPT

Chat naturally about what you need. Each answer links back to real quotes with citations.

Related quotes. More quotes will automatically load as you scroll down, or you can use the load more buttons.

Additional quotes by George Carlin

I dislike and despise groups of people, but I love individuals. Every person you look at, you can see the universe in their eyes, if you're really looking...

Unlimited Quote Collections

Organize your favorite quotes without limits. Create themed collections for every occasion with Premium.

It's important in life if you don't give a shit. It can help you a lot.

Loading...